د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست: ۹۴۰ کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۲:۱۲
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست: ۹۴۰ کورنیو سره مرستې وشوې

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د «OCHA» له خوا ۹۴۰ کورنیو سره د نغدو پیسومرستې وشوې.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د میدان وردګو ولایت په درېوو ولسوالیو «جلریز، حصه اول بهسود او دایمرداد»  کې ۹۴۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې وشوې، ددې مرستې په لړکې پر هرې کورنۍ ۶۱۷۲ افغانۍ  وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست وایي، چې ددغو مرستو لړۍ روانه ده او ډېر ژر به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پر کورنیو یاده مرسته ووېشل شي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې د دې ولایت د مالدارۍ سکټور پراختیا او ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت