د میدان وردګو سيدآباد کې د څارویو خوراکي توکو مرکز پرانيستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۰:۳۵
د میدان وردګو سيدآباد کې د څارویو خوراکي توکو مرکز پرانيستل شو

٢١ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٥ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست دکرنې پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت  سید آباد ولسوالی د تنګي درې ګلاب خېلو په کلي کې د څارویو د خوراکي توکو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ددې مرکز د جوړولو ټوليز لګښت ٧٠٠٠ امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې موخه یې ددې سیمې مالدارانو ته د څارویو  خوراکي توکي چمتو کول دي.
د سیمې خلک د څارویو خوراکي توکو د مرکز له جوړولو  خوښ دي او په راتلونکي کې یې د لا نورو همکاریو غوښتنه لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت