د ملي تدارکاتو ادارې د کرنې وزارت د تدارکاتو کارکوونکی وستایه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۵:۸
د ملي تدارکاتو ادارې د کرنې وزارت د تدارکاتو کارکوونکی وستایه

۴ وږی ۱۳۹۸
په تدارکاتي چارو کې د نوښتونو له کبله د تدارکاتو ملي ادارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د تدارکاتو او قرادادونو متخصص خيرالله ضياء ته ستاينليک ورکړ.
ښاغلي ضياء ته دغه ستاينليک له هغه وروسته ورکړل شو چې د کرنې وزارت د ۲۰۱۸ کال د سوېلي آسیا د عامه تدارکاتو د نوښت جایزه ترلاسه کړه.

دغه جایزه هغو ادارو ته ورکوله کېږي چې په تدارکاتي چارو کې نوښتونه او شفافيت رامنځته کړي.
د یادولو ده، چې تېر کال د کرنې وزارت فساد سره د مبارزې د پلان په علمي کولوسره وتوانېد، چې په تدارکاتو او د خپلو پروژو په پلي کولو کې میلیونه افغانۍ سپما کړي. همداراز باید وویل شي، هغه کارکوونکي چې په فساد تورن و له دندو ګوښه او عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژندل شول.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپلو برنامو کې د لا روڼتیا په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت