د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ د حیواني محصولاتو پېر-پلور په برخه کې کسان وروزل شول
۱۵ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټي په تخنيکي همکارۍ او داروپايي ټولني په مالي ملاتړ د کابل، ننګرهار، بامیان، غزني او لغمان ولایتونو ۱۵ تنو ته دحیواني محصولاتو د پېر-پلور مرکزونو جوړولو په برخه کې وروزل شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي د ورکشاپ په پیل کې راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ یاد ورکشاپ اړین وباله او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او افغانانو ته یې د کار زمیني برابرولو یو فرصت یاد کړ.
بهسودې د هالنډ کمیټي له مسولینو د درملو، واکسینونو، چینجیو ضد درملو، لبنیاتو تولید او پروسیس کارخونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې د ننګرهار مالدارانو ته دچوپړتیاوو وړاندې کولو غوښتني وکړي.
دغه راز په یاد ورکشاپ کې به هټیوالو ته د حیوانې محصولاتو د پېر او پلور تجارت، راجستر کتاب، د وړیو پروسیس، د لبني محصولاتو، کشمیري وړیو پروسیس او دوکاندارانو ته د حفظ الصحي د مراعت کولو په برخه کې روزنه ورکړل شو.
د ورکشاپ په پای کې یادو هټیوالو ته دکار وبار د پیل ، ملاتړ او لومړنۍ پانګې اچونې په موخه د ۵۰۰ دالرو معادل افغانۍ نغدي او همدارنګه برقي تله، لوحه، ماسک، دستکشې او د راجستر کتابونه هم ورکول کېږي.