د لوګر دکرنې ریاست: د ازرې ولسوالی سېلاب ځپلو سیمو ته دې پروخت رسېدنه وشي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۴:۱۸
د لوګر دکرنې ریاست: د ازرې ولسوالی سېلاب ځپلو سیمو ته دې پروخت رسېدنه وشي

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارارۍ ریاست د ازرې ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت کاروونکو له لوري، د یادې  ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سبو او غله جاتو له کروندو او سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنې او ارزونې وشوې.
داچې وروستیو اورښتونو او سېلابونو لوګر کې عامو ولسونو ته پراخه زیانونه اړولي دي نو ازرې ولسوالی هم یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې د ګڼو کرونده ګرو فصلونه او بڼوڼه پکې متضرر او یا هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د سیمې هغه بزګر او بڼوال چې د سېلابونو او اورښتونو له امله یې کروندې زیانمنې شوي دي غوښتنه کوي ترڅو له دوی سره دې اړونده ادارې او بنسټونه لازمې مرستې ترسره کړي.
په همدې حال کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له ملي او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې د ازرې ولسوالی سېلاب ځپلو سیمو ته دې پروخت رسېدنه وشي او له زیانمنو کروندګرو او کورنیو سره دې اړیني مرستې ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت