د لغمان په درېیو ولسوالیو کې ۱۵۶ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۳
د لغمان په درېیو ولسوالیو کې ۱۵۶ بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د خوړو او زده کړې نړۍوالې مؤسسې (ان،آی،اې) په مالي ملاتړ، د سویابینو د کرلو د هڅونې په موخه، د لغمان په مرکز مهترلام، علینګار او دولت‌شاه ولسوالیو کې ۱۵۶ مستحقو بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شو.
په دغه مرسته کې هر بزګر ته د نیم جریب ځمکې لپاره شپږ کیلوګرامه د سویابینو اصلاح شوی تخم، نهه کیلوګرامه توره کیمیاوي سره،۲.۵ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره ورکول کېږي.
د مرستو د وېش مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد له لوري، د خوړو او زده کړې نړۍوالۍ مؤسسې د استازو په حضور کې، د مهترلام له مستحقو بزګرانو څخه رسماً پیل شول.
د وېش پر مهال، مولوي عبدالستار محمد له یادې مؤسسې مننه وکړه، چې د اړمنو بزګرانو ملاتړ کوي. نوموړي وویل، چې سویابین نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کمولو او د خلکو د غذایي رژیم د پیاوړتیا لپاره هم مهم نبات دی.
مولوي عبدالستار محمد له بزګرانو وغوښتل، چې یاد تخمونه د کرنې ریاست د مسلکي ټیم او د مؤسسې د تخنیکي کارکوونکو تر لارښوونې لاندې وکري، تر څو د کرکېلې بهیر اغېزناک واقع شي او مطلوب حاصل تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۷:۱۵
Background image

کندهار کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو


۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال، بېرته راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په کونړ کې له پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه


۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، د نظارت او ارزیابۍ رییس مولوی امان الله شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په کونړ کې له پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، د نظارت او ارزیابۍ رییس مولوی امان الله شاهي او. . .

بازگشت