د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د غیرمالیاتي عوایدو آمر مفتي سیف الرحمن حزب الله او د غیرمالیاتي عوایدو مدیر زیړګل رحمانزي ګډون درلود. همدارنګه د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار سردار زیار هم په ناسته کې حاضر و.
یاده ناسته د ځمکو د اجارو د باقیاتو پیسو د تصفیې، د عوایدو د زیاتوالي، او د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو آمر وویل، چې د عوایدو د لوړولو او د کسر د مخنیوي لپاره غواړي له عایداتي ادارو سره پرله‌پسې ناستې وکړي، څو هغوی وهڅول شي چې خپل عایدات زیات کړي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د کرنې ریاست د هغو اجاره‌دارانو قراردادونه دې وڅېړل شي چې باقیات لري، او باقیدار مستأجرین دې را وغوښتل شي چې خپلې اجارې پر وخت تحویل کړي.
په همدې حال کې د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د راغلو مېلمنو هرکلی وکړ او د عوایدو د راټولولو په برخه کې یې د هغوی له هڅو مننه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ځمکوالۍ آمریت د کارکوونکو له لارې به د مستأجرینو قراردادونه وڅېړل شي او هغه کسان چې د اجارو له درکه پوروړي دي، راجلب به شي څو خپلې پاتې پیسې تحویل کړي.
د ناستې په پای کې د کرنې ریاست، مستوفیت او ولایت مقام د استازو په ګډون د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو ټینګار وشو، تر څو د عوایدو د راټولولو او تنظیم چارې لا منظمې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو د ستونزو حل په پار ناسته وشوه

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولنې مسؤل روح الله مومند او نورو چارواکو د نیالګیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست؛ څېړنیزو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په اړوندو څېړنیزو فارمونو کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

بازگشت