د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

mail-admin
Wed, Mar 04 2026 11:04 AM
د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د غیرمالیاتي عوایدو آمر مفتي سیف الرحمن حزب الله او د غیرمالیاتي عوایدو مدیر زیړګل رحمانزي ګډون درلود. همدارنګه د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار سردار زیار هم په ناسته کې حاضر و.
یاده ناسته د ځمکو د اجارو د باقیاتو پیسو د تصفیې، د عوایدو د زیاتوالي، او د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو آمر وویل، چې د عوایدو د لوړولو او د کسر د مخنیوي لپاره غواړي له عایداتي ادارو سره پرله‌پسې ناستې وکړي، څو هغوی وهڅول شي چې خپل عایدات زیات کړي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د کرنې ریاست د هغو اجاره‌دارانو قراردادونه دې وڅېړل شي چې باقیات لري، او باقیدار مستأجرین دې را وغوښتل شي چې خپلې اجارې پر وخت تحویل کړي.
په همدې حال کې د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د راغلو مېلمنو هرکلی وکړ او د عوایدو د راټولولو په برخه کې یې د هغوی له هڅو مننه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ځمکوالۍ آمریت د کارکوونکو له لارې به د مستأجرینو قراردادونه وڅېړل شي او هغه کسان چې د اجارو له درکه پوروړي دي، راجلب به شي څو خپلې پاتې پیسې تحویل کړي.
د ناستې په پای کې د کرنې ریاست، مستوفیت او ولایت مقام د استازو په ګډون د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو ټینګار وشو، تر څو د عوایدو د راټولولو او تنظیم چارې لا منظمې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS