د لغمان د کب روزنې پر ۴۱ فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل کیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۶:۴۸
د لغمان د کب روزنې پر ۴۱ فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل کیږي

۱۷ زمری ۱۳۹۸

په لغمان کې د کبانو فارمونو د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر یوشمېر فارم لرونکو د کبانو بچې وېشي. د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا ددې ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې پر ۴۱ فارم لرونکو د کبانو ۱۰۰ زره بچي وېشل کیږي.
د لغمان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې د لغمان په مرکز مهترلام او ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې اته زره او ۱۵۶ هکټاره جبه زاره ځمکه شتون لري، چې د کبانو روزنې فارمونو لپاره مناسبه ده. ښاغلی خوشحال وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دغو ځمکو کې د کبانو فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د کرنې وزارت: تر راتلونکو شپږو کلونو پورې یو میلیون جریبه عصري بڼونه جوړوو

۲۷ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وازارت په انګړ کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د تازه مېوو د نندارتون په پرانیست غونډه کې اعلان وکړ، یاد وزارت په پام کې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۳
Background image

هلمند کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا د نوی ودانۍ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۷ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د کرنې ریاست لپاره د مالدارۍ او حیواني روغتیا د نوی ودانۍ د جوړولو چارې بشپړ او ددې ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال. . .

شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

د خوست د کب روزنې پر ۵۰ فارم لرونکو د کبانو بچي ووېشل شول

۲۶ زمری ۱۳۹۸
په خوست کې د کبانو فارمونو د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه. . .

BACK TO NEWS