د لغمان دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۹:۵۸
د لغمان دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له چارواکو سره وکتل

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د ابادۍ د برخې مسوول عدنان صافی او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبر اترې وکړې.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د ابادۍ برخې مسوول عدنان صافی وویل، چې دوی غواړي د قرغه یې ولسوالی خیرو خېلو کې د بېرې کرکېله پیل کړي ښاغلی صافی وویل: «غواړو چې په دغه سیمه کې لمریزې برېښنا څخه په استفادې د سیند اوبو څخه د واټرپمپونو په زریعه ورته اوبه پورته کړو ترڅو دغه سیمه د بوټو په کرلو سره زرغونه شي. د يادې سیمې له ولسونو سره مو کتلي او ددې پروژې دفعالیتونو دهمغږۍ په موخه له تاسو سره معلومات شریک شو.»
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن دوی ته د نوموړي پروژې د چارو په تطبیق کې د همکاریو ډاډ ورکړ محسن زیاته کړه چې د داسې پروژو په تطبیق سره به هغه سیمې چې ابادې شوي نه دي د بوټو په کرلو سره به زرغونې شي او دسیمې دښکلا او سیاحت سربېره به د شاتو مچیو روزونکو ته دکار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت