د لغمان دکرنې رییس ددې ولایت د ځنګلونو او څړځایونو ټولنو له استازو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۳۱
د لغمان دکرنې رییس ددې ولایت د ځنګلونو او څړځایونو ټولنو له استازو سره وکتل

دلغمان کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په خپل کاري دفتر کې د ځنګلونو او څړ ځایونو ساتونکو ټولنو له استازو سره ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن سربیره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداې د جیف سیون دفتر ولایتي مسؤل محمد یاسین نوري، د مرکز په ګډون دقرغیو او علیشنګ ولسوالیو کې د اته ټولنو استازو او د کرنې ریاست دځنګلاتي ټولنو د انجمنونو دتنظیم مدیر انجنیر ذاهدالله ګډون درلود.
په دې ناسته کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن د ناستې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو سیمو ځنګلونو او څړځایونو  ته جدي پاملرنه اود ساتنې په  برخه کې له دې ریاست سره  دتل لپاره همکاري وکړي.
ښاغلی محسن وویل: « د ځنګلونو او څړځایونو ساتنه وکړئ، څو دغه طبیعي هستي تخریب او له منځه لاړه نشي. »
دغه راز محسن د ټولنو استازو ته په خطاب کې وویل: «د جیف سیون دفتر له خوا  تاسو ته توزیع او شاوخوا سیمو کې کرل شوي روزنه او پالنه یې په درسته توګه ترسره کړئ».
په ورته مهال د ټولنو استازو د کرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې د اړوندو سیمو د طبیعي ځنګلونو، څړځایونو او نوي کرل شوو نیالګیو مراقبت ته به جدي پاملرنه کوي.
 همداراز دوي یولړ وړاندیزونه او ستونزې هم د ادارې له رییس سره شریکې کړې، چې د کرنې رییس له لوري ورته د حل ډاډ ورکړ شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت