د لغمان دولت شاه کې د شاتو مچیو روزونکو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۵۰
د لغمان دولت شاه کې د شاتو مچیو روزونکو سره مرسته وشوه

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د «اکښن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دولت شاه ولسوالی کې د شاتو مچیو پر ۲۵ روزونکو د شاتو مچۍ او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې د شاتو مچیو هر روزونکي ته پنځه پیټۍ د شاتو مچۍ ډک صندوقونه، درې قلمه د شاتو مچیو د ناروغیو د مخنیوي درمل او د شاتو د ویستلو ماشین ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د شاتو مچیو روزونکو ملاتړ او په ټوله کې ددې سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

د کرنې وزارت ویاند په کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په څلورمه ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند، مولوي شیرمحمد حاتمي (نمبریک). . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

بازگشت