د قطر په نندارتون کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۵:۲۰
د قطر په نندارتون کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه غونډه دائره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد چې د قطر په نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه قطر ته تللی و، په قطر کې له مېشتو افغان سوداګرو او شرکت لرونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.
دغه غونډه چې د قطر په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په غرفو کې د بازارموندنې د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، پکې د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازارموندنې په پآر ټینګار وشو.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د هېواد د کورنیو تولیداتو د ښې نندارې په دوام ټینګار وکړ او له هغو سوداګرو او شرکتونو څخه چې د افغانستان په استازیتوب یې په دې نندارتون کې کډون کړئ وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د غوره نندارې لپاره ټول اړین معیارونه په پام کې ونیسي او د هیواد کورنیو تولیداتو ته د ښه بازارموندنې لپاره هڅه وکړي.

جلسه‌ای به منظور بازاریابی  برای محصولات داخلی در نمایشگاه قطر برگزار شد
۱۸ میزان ۱۴۰۲ 
مفتی عبدالرحیم شاهد رییس  توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به منظور اشتراک در نمایشگاه بین الملی قطر عازم کشور قطر گردیده جلسه‌ای را با تجار و شرکت دارن افغان مقیم قطر برگزار کرد.
این جلسه به منظور بهبود امور بازاریابی محصولات زراعتی در غرفه‌های محصولات زراعت افغانستان در نمایشگاه بین الملی  قطر برگزار شد که در آن تاکید بر دریافت بازار مناسب جهت فروش محصولات داخلی مخصوصا محصولات زراعتی کشور صورت گرفت.
در این جلسه رئیس سکتور توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همچنان بر نمایش بهتر محصولات داخلی کشور تاکید کرده و از تجار و شرکت دارانی که در نمایشگاه بین الملی قطر به نماینده گی افغانستان اشتراک نمودن خواست تا تمام معیاری های لازم را جهت به نمایش گذاشتن محصولات زراعتی در نظر گیرند و تلاش نمایند با بازاریابی خوبی برای محصولات داخلی کشور انجام دهند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت