د فراه په ولایت کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۷
د فراه په ولایت کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۳۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۳۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوه. دغه ننداریزې کروندې د فراه ولایت د فراه رود، بالابلوک، بکواه، خاکسفید، پشت رود، پشت کوه او شیب کوه په  ولسوالیو کې جوړېږي.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
 دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت