د غزني دکرنې رییس د جنګل باغ فارم او شنه کمربند څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
د غزني دکرنې رییس د جنګل باغ فارم او شنه کمربند څخه لیدنه وکړه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دغزنی دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی ګلاب الدین ذبیح الله په داسې حال کې، چې ددې ریاست د طبیعي سرچینو آمر مهربان بېګزاد، د ځنګلونو او څړځایونو د سمون مدیر ثناګل حلیمي او سروې او مطالعاتو مدیر ډاکټر محمدیاسین احمدي یې ملتیا کوله د جنګل باغ فارم او شنه کمربند له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه او د یاد فارم د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې دغزنی دکرنې رییس ته د یاد فارم د فعالیتونو او ستونزو په اړه د دې فارم د مسؤلینو له لوري معلومات وړاندې شو او د کرنې رییس د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
په ورته وخت کې د غزني دکرنې رییس د جنګل باغ فارم مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د یاد فارم بېلابېلو څانګو ته د رسېدنې لپاره هلې ځلې کوي، چې ددې فارم شته ستونزې هوارې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت