د ریشخور لبنیاتو فابریکې پر فعالولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۳۹
د ریشخور لبنیاتو فابریکې پر فعالولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کابل ولایت د ریشخور په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه او د هغې پر فعالېدو یې ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فابریکې د ودانیزو چارو د څارنې په موخه چې د قراردادي شرکت له خوا ترسره کیږي، د نیمګړو کارونو د اټکل او د نیمګړو کارونو د بشپړولو لپاره د حل لارې پیدا کولو په موخه د لبنیاتو د پروسس له یادې فابریکې څخه لیدنه وکړه.
مالي او اداري مرستيال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د لبنياتو د پروسس له فابريکې څخه د ليدنې پر مهال د مالدارۍ د ټولنو او مالدارۍ کوپراتيفونو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «د دې فابریکې د کار د بریالیتوب لپاره، اړتیا ده چې د فابریکې په شاوخوا ولایتونو کې د کرنې وزارت د مالدارۍ له ټولنو او کوپراتیفونو سره په دوامداره توګه همکاري وکړي او د غواګانو روزنې، د شېدې ورکوونکو نسلونو پېژندنې او د څارویو اغېزمن او عصري خوړو ته د لاس رسي په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي ترڅو دوی وکولای شي، چې د شیدو تولید زیات کړي.»
ملا اغاجان اخند د ریشخور د لبنیاتو د پروسس د فابریکې د فعالولو په اړه د کرنې وزارت د پلان په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت په پام کې لري، چې دغه فابریکه د مرکز په کچه فعاله کړي او کله چې دغه تجربه په بریالیتوب سره پلي شو په ټولو ولایتونو او د زون په کچه د لبنیاتو د پروسس ورته فابریکې به جوړې شي، تر څو افغانستان د شیدو په تولید کې په ځان بسیا شي او هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي شیدو او په ځانګړي ډول د ټیټ کیفیت لرونکي پوډري شیدو د واردولو مخه ونیول شي.»
د لبنیاتو د پروسس فابریکه چې د کابل ښار په ریشخور سیمه کې موقعیت لري، د هېواد د مالدارۍ د سکتور د ودې او پراختیا په موخه د کابل له نږدې ولایتونو څخه د شیدو د راټولولو او د لبنیاتو د پروسس په موخه جوړه شوې ده، چې په ګتې اخیستنې سره یې د هېواد د مالدارۍ په وضعیت کې په ځانګړې توګه کابل ته د نږدې ولایتونو د مالدارانو په وضعیت کې به د پام وړن بدلون رامنځته شي.
دغه فابریکه له یوې خوا د لبنیاتو د تولید په برخه کې د هېواد په ځان بسیاینې کې مرسته کوي، له بلې خوا د مالدارۍ سکتور د پراختیا په برخه کې د هېواد د مالدارانو په هڅولو کې ارزښتناک رول لوبوي.

تاکید معین مالی و اداری بر فعال سازی فابریکه لبینات ریشخور
۵ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخوند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از فابریکه پروسس لبنیات واقع در ساحه ریشخور ولایت کابل بازدید و تاکید بر فعال سازی آن کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور نظارت از کار اعمار فابریکه که از سوی شرکت قراردادی به پیش برده می شود، سنجش و برآورد کارهای ناتکمیل و دریافت راه حل جهت تکمیل کارهای ناتمام و بره برداری آن درهمکاری با نهادهای کمک کننده از فابریکه پروسس لبنیات بازدید کرد.
ملا آغاجان آخوند «حاجی سالم» معین مالی و اداری حین بازدید از فابریکه پروسس لبنیات تاکید تقویه انجمن‌های مالداری و کوپراتیف های مالداری کرده افزود" غرض کامیاب شدن کار این فابریکه لازم است که وزارت زراعت در ولایت‌های اطراف فابریکه با انجمن‌ها و کوپراتیف‌های مالداری به شکل دوامدار همکاری نماید و آنها را در بخش پرورش گاوها، معرفی نسل‌های شیری و فراهم سازی خوراکه حیوانی موثر و مدرن همکاری نماید تا آنها بتوانند تولید شیر را بلند ببرند".
ملا آغاجان آخند از برنامه های وزارت زراعت جهت فعال سازی فابریکه پروسس لبنیات ریشخور سخن زده علاوه کرد" وزارت زراعت در نظر دارد که این فابریکه را در سطح مرکز فعال نماید و زمانیکه این تجربه موفقانه تطبیق شد در تمام ولایت‌ها و به سطح زون همین گونه فابریکه های پروسس لبنیات را می‌سازد تا افغانستان از لحاظ تولید شیر به خودکفایی نایل گردد و جلو واردات شیر بی کیفیت و خصوصا شیر خشک بی کیفیت به کشور گرفته شود".
فابریکه پروسس لبنیات واقع ساحه ریشخور شهر کابل به منظور جمع آوری شیر و پروسس محصولات لبنی ولایت‌های نزدیک به کابل در جهت رشد و انکشاف سکتور مالداری کشور ساخته شده که با بهره برداری آن تغییرات قابل ملاحظه‌‌ای در وضعیت مالداری کشور خصوصا مالداران ولایت‌های نزدیک به کابل رونما خواهد شد.
این فابریکه از یک سو در خودکفایی کشور از لحاظ تولید محصولات لبنی کمک نموده و از جانب دیگر در تشویق مالدارن کشور به گسترش سکتور مالداری نقش ارزندای ایفا می نماید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو. . .

بازگشت