د خوست ځاځي میدان کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۵۸

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ ددې ولایت د ځاځي میدان په ولسوالی کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه شنې خونې د «اې.ډي.اف» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت د ځاځي میدان په ولسوالی کې جوړېږي، چې موخه یې د سبو او مېوو تولید زیاتوالی ښودل شوی دی.
یاد پروګرام د کروندګرو د عوایدو لوړولو او د خوست ولایت د کرنیزو خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي. دغه شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته دخوست د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت