د خوست قلندر کې له شنوخونو او ځنګلونو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۱۵
د خوست قلندر کې له شنوخونو او ځنګلونو څخه لیدنه وشوه

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست پلاوي ددې ولایت قلندر ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولسوالی کې د «او.آر.ډي» مؤسسې لخوا د جوړو شویو شنوخونو او دغه راز ددې ولسوالی له طبیعي ځنګل څخه لیدنه او څارنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې یادو چارواکو د شنوخونو بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي او کنټرول په هکله لازمې لارښوونې وشوې او دغه راز په ځنګلونو کې د طبیعي افتونو د مخنیوي او کنټرول په هکله هم اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې جوړې شوې شنې خونې د حاصل ورکولو په حال کې دي، چې د سبو د تولید په برخه کې ددې ولایت اړتیاوې پوره کوي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هېواد د کرنیزې ودې په برخه کې د شنوخونو جوړول اړین بولي او ژمن دی، چې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو خدمتونو د پراخوالي لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت