د خوست د سپیرې ولسوالۍ د توت کلي د ویالې او ناوو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۵:۲۳
sdfssd

۲ مرغومې ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د سپیرې ولسوالۍ اړوند د توت کلي د یوې ویالې او درو ناوو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دخوست دکرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې په یاده پروژه کې د ۲۱ مترو په اوږدوالی ویاله په پاخه او اساسي ډول رغول شوی دی او ترڅنګ یې له خوړ نه د اوبو د تېرولو په پار د ۳۳ مترو په اوږدوالي سره درې ناوې هم جوړې شوي دي، چې لومړی ناوه یې ۱۳ متره، دویمه یې اته متره او درېیمه ناوه یې ۱۲ متره اوږدوالی لري، چې ټول په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.
دښاغلي نوري په خبره له دې پروژې څخه د توت کلي اړوند ۲۴۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او ترڅنګ یې د یادې پروژې په بشپړېدو سره د ویالې اوبه د ناوو په واسطه کرنیزو ځمکو ته ځي، چې په ترڅ کې یې ۲۵۰ جریبه للمي ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
حفیظ الله شاه نوري وویل، چې ددې پروژې ټولیز لګښت یو میلیونه افغانۍ ده، چې ۸۰ سلنه یې د کرنې ریاست د اړیکو دفتر او ۲۰ سلنه نور یې د یاد کلي اوسیدنکو پرې کړي دي.
ددې پروژې په پلي کېدو کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته دکار زمینه هم برابره شوې وه او ترڅنګ یې د اوبو له ضایعانو څخه مخنیوی کوی او دغه راز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم لوړ کړي، چې د یادې ویالې او ناوو له لارې خړوبیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت