د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري په مسلکي او فني ډول د شولو او جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه.
 د یادو ننداریو کروندو جوړولو سره به بزګران د عصري او کرکېلې سره بلد شي،  ترڅنګ به د انتخاب شوي بزګرانو شولو او جوارو کروندې له نورو همجوارو سیمه ییزو شولو کروندو سره د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت او لوړ حاصل ترلاسه کولو  په برخه کې پرتله کړي، هم به ياد بزګران د راتلونکي فصل لپاره معياري او  باکیفیته شولو تخم ولري اوترڅنګ یې نور بزګران به هم ورڅخه ګټه پورته کړي. 
د یادونې وړ ده، چې یاد ننداریزې کروندې د کرنې سکتور ودې، عصري او میکانیزه کرکېلي ته د نورو  بزګرانو د هڅونې په پار جوړېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت