د خوست جوار سل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي
۲۹ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو ددې ولایت د خاورې اوبه اوهوا سره سم کرنیز تخمونه تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنیز فارم کې د جوارو او سویابینو ترڅنګ پر یوشمېر سبو هم څېړنې روانې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه جوړ کړي دي، ترڅو د هرې سیمې خاورې، اوبه او هوا سره سم کرنیز تخمونه او نیالګي تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سره د دوی د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابره او هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.