د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۱
د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د ویرو مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ اړوند دور مالکه، ليژه، نرخيل او دره ګي کلیو کې د بزګرانو لپاره د سرو املوکو بڼونو د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سیستم د هغو سرو املوکو بڼونو لپاره تطبیق شوی، چې مخکې بزګرانو ته وېشل شوي وو، او موخه یې د اوبو مؤثر مدیریت، د نباتاتو سالمه وده او د حاصلاتو د کیفیت او کمیت لوړول دي. د مسؤلینو په وینا، د څاڅکو اوبه خور دا عصري سیستم به بزګرانو ته زمینه برابره کړي، څو د کمو اوبو په کارولو سره خپل بڼونه په معیاري او اغېزمن ډول خړوب او مدیریت کړي.
د یادې پروژې په لړ کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبه خور سیستم د سمې کارونې، ساتنې او اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې تخنیکي لارښوونې او عملي زده کړې هم ورکړل شوې، ترڅو هغوی وکولای شي له دغه سیستم څخه په دوامداره او مؤثره توګه ګټه پورته کړي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، د اوبو د سپما او عصري کرنیزو میتودونو دودول د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه دي، او هڅه کېږي چې په راتلونکې کې هم ورته پرمختیایي پروژې پلي شي، ترڅو د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز تولیدات لا زیات شي.
د یادونې وړ ده، چې د څاڅکو اوبه خور سیستم د اوبو د ضایعاتو مخنیوي، د خاورې د رطوبت د ساتنې او د حاصلاتو د زیاتوالي له امله د عصري کرنې له اغېزمنو او ګټورو میتودونو څخه ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۲۶
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۲۳
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېشل لړی پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۶  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د یوه رسمي پلاوي. . .

بازگشت