د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Wed, May 20 2026 3:21 PM
د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو لپاره د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د ویرو مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ اړوند دور مالکه، ليژه، نرخيل او دره ګي کلیو کې د بزګرانو لپاره د سرو املوکو بڼونو د څاڅکو اوبه خور سیستم فعال او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سیستم د هغو سرو املوکو بڼونو لپاره تطبیق شوی، چې مخکې بزګرانو ته وېشل شوي وو، او موخه یې د اوبو مؤثر مدیریت، د نباتاتو سالمه وده او د حاصلاتو د کیفیت او کمیت لوړول دي. د مسؤلینو په وینا، د څاڅکو اوبه خور دا عصري سیستم به بزګرانو ته زمینه برابره کړي، څو د کمو اوبو په کارولو سره خپل بڼونه په معیاري او اغېزمن ډول خړوب او مدیریت کړي.
د یادې پروژې په لړ کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبه خور سیستم د سمې کارونې، ساتنې او اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې تخنیکي لارښوونې او عملي زده کړې هم ورکړل شوې، ترڅو هغوی وکولای شي له دغه سیستم څخه په دوامداره او مؤثره توګه ګټه پورته کړي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، د اوبو د سپما او عصري کرنیزو میتودونو دودول د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه دي، او هڅه کېږي چې په راتلونکې کې هم ورته پرمختیایي پروژې پلي شي، ترڅو د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز تولیدات لا زیات شي.
د یادونې وړ ده، چې د څاڅکو اوبه خور سیستم د اوبو د ضایعاتو مخنیوي، د خاورې د رطوبت د ساتنې او د حاصلاتو د زیاتوالي له امله د عصري کرنې له اغېزمنو او ګټورو میتودونو څخه ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS