د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست او بازارموندنې پروژې سره د کرنې وزیر غونډه؛ د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او د کرنې په سکټور کې د پانګونې پر جذبولو خبرې اترې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۳:۵۳
نشست وزیر زراعت با پروژه‌ی بازاریابی و ریاست انکشاف سکتور خصوصی؛ گفت‌وگو پیرامون بازاریابی برای محصولات زراعتی و جذب سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي په شتون کې، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروژې او د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له چارواکو سره، د یادو برخو د فعالیتونو او راتلونکو برنامو په هکله د کرنې وزیر په دفتر کې غونډه په لاره واچول شوه.
ددې غونډې په پیل کې، د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي، ددې ریاست د لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو برنامو په هکله د کرنې وزیر ته مالومات وړاندې کړه. ښاغلی حبیب وویل، چې د خصوصي سکټور په همغږۍ پنځه نړیوال نندارتونونه په لاره اچول شوي دي، چې له بهرنیو نندارتونونو څخه د هېواد د کرنیزو محصولاتو سوداګرو ته د ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او له درو ملي نندارتونونو څخه د ۲۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قراردادونه تر لاسه شوي دي.  د خصوصي سکټور د پراختیا رییس دغه راز زیاته کړه، چې د کرنې په سکټور کې تر دې دمه ۷۶۲ کرنیز شرکتونه جوړ شوي، چې ددغو شرکتونو د پانګونې لومړنۍ کچه څه باندې اته میلیارډه افغانۍ ده. هغه وویل، چې د کرنې وزارت تر دې دمه توانېدلی دی، چې د نړیوال سوداګریزې ادارې ۹۰ سلنه ژمنې پلي کړي. حبیبي وویل، چې کرنیزې ټولنې جوړې شوي دي او دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې ۱۹ فرصتونه پېژندل شوي او ټاکل شوې، چې راتلونکی کال د دوو ملي نندارتونونو سربېره د هېواد په اوو زونونو کې اووه نندارتونونه او دغه راز د کرنې په سکټور کې پنځه نړیوال نندارتونونه په لاره واچول شي.
ښاغلی حبیبي د شېدې د پروسس له فابریکو سره د ختیځو سیمو د شېدو تولیدوونکو د نښلولو خبره وکړه او ویې ویل، چې پر بنسټ یې د هېواد له ختیځ څخه د اوونۍ ۱۰ زره لیټره شېدې د امید بهار د پروسس فابریکې ته لېږدول کیږي. د خصوصي سکټور د پارختیا رییس وویل، چې د چایو پر سپینوونکو د تعرفې په لوړولو سره دوی توانېدلي دي، چې  د کورنیو شېدو د تقاضا کچه لوړ کړي.
تر هغه وروسته، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې د پروژې رییس، الن سفري، د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره وویل، چې د دوی پروژه تر ۲۰۲۳ کال پورې فعالیت لري او پر درو اساسي برخو تولید، بازارموندنه او سوداګریزو اسانتیاوو برخو کې کار کوي.
د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې پروژه، د امریکا د متحده ایالاتو د نړېوالې پراختیایي ادارې له خوا ملاتړ کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې د پروژې رییس وویل، چې یاده پروژه د خپلو درو کاري برخو لپاره پنځه اسټراټیژۍ تعقیبوي، چې په کې کرنیزو محصولاتو صادراتو زیاتوالي ته زمینه برابرول، د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو زیاتوالی، افغان صادروونکو ته د نویو بهرنیو بازارونو پراختیا، د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړول او په هغو ۲۹ ولسوالیو کې چې لږ پراختیایي کارونه په کې شوي د تولید د کچې لوړل شامل دي.
تر هغه وروسته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي، د خصوصي سکټور د پراختیا رییس د راپور له وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د بزګرانو د لاپیاوړتیا په پار اړتیا ده، چې بېلابېلي ټولنې جوړې شي، ترڅو دولت ته د تولیدوونکو ډېرشمېر آدرسونه شتون ولري.
ښاغلی احدي وویل، چې د خصوصي سکټور د برنامو اغېزمنتوب باید په بېلابېلو برخو کې لاډېر شي، ترڅو بازارموندنې او پېر-پلور ته لا پراخې زمینې برابرې شي او دغه راز یوشمېر تولیداتو لپاره باید ځانګړې طرحې رامنځته شي.
دغه راز دکرنې وزیر د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې د پروژې رییس د پرزنټیشن او مالوماتو وړاندې کولو څخه مننه وکړه، او ویې ویل، چې باید ددغو فعالیتونو اغېزمنتوب لاډېر شي او پر مارکېټ پانګونه او دغه راز بېلابېلو محصولاتو صادراتو لپاره زمینې لاډېرې شي. د کرنې وزیر د تصدیق ورکولو د سیسټم پر جوړولو او د لابراټوارونو پر تجهیز خبرې وکړې او دا یې پرمختللو هېوادونو ته د صادراتو د زیاتوالي په پار اړین وبلل.  ښاغلی احدي دغه راز د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروژې له رییس څخه وغوښتل، چې خپل د ۲۰۲۱ ام کال د عمل پلان له ده سره شریک کړي تر څو په ګډه لا اغېزناکې پرنامې عملي شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت