د ختیځ لبنیاتو کارخونې ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۴۴
د ختیځ لبنیاتو کارخونې ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه  

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن د ختیځ لبنیاتو کارخونې مسؤلینو او مالدارانو سره ناسته وکړه، ترڅو د مالدارانو پورونو، بازارموندنې او نورو اړونده ستونزو ته حل لارې ومومي.  
په دې ناسته کې مالدارانو او د کارخونې مسؤلینو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.  
مولوي محمد ولي محسن مسؤلینو ته لازمي سپارښتنې وکړې او د مدیره هیئت غړو ته یې دوه میاشتې وخت ورکړ، ترڅو مالدارانو ته د تېرو کلونو د شېدو پاتې پیسې ورکړل شي.  
همداراز، پرېکړه وشوه چې کوپراتیفونه به د نوي طرزالعمل له مخې ثبتېږي او مالداران به په ټاکلي وخت شیدې فابریکې ته سپاري، ترڅو فابریکه بېرته خپل اصلي حالت ته راوګرځي.  
دا فابریکه څو کاله وړاندې د ختیځ زون د مالدارانو د لبنیاتو د پروسس په موخه جوړه شوې وه، خو په وروستیو کلونو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده. مسؤلین تمه لري چې د نویو پرېکړو له عملي کېدو سره، فابریکه بېرته ثبات ومومي او د مالدارانو ستونزې هوارې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت