د ختیځ زون په کچه د ژمنې تخمونو د تولید په موخه د پلان جوړونې ورکشاپ دائر شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۹:۲۹
د ختیځ زون په کچه د ژمنې تخمونو د تولید په موخه د پلان جوړونې ورکشاپ دائر شو


۲۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق ورکړي امریت له خوا په ختیځ زون کې د تخمونو تولیدونکو شرکتونو لپاره د ژمنې تخمونو د تولید په موخه ورکشاپ په لاره واچول شوه.  
د دې ورکشاپ په پیل غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل: «پلان باید د کاغذ پرمخ نه وي د تخم د تولید قانون د طرزالعمل مطابق داسي پلان ترتیب شي چې عملي جنبه ولري.»
د ننګرهار دکرنې رییس د شرکتونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې ټول شرکتونه مکلف دي چې ښه کیفیت لرونکې مورنې تخمونه تولید کړي او خپل تخمونه په خپل وخت پاک کاري او د تصدیق اخستنې لپاره لابراتوار ته مراجعه وکړي او بزګرانو ته په خپل وخت تخمونه ورسوي.
محمد زیاته کړه ټول شرکتونه مکلف دي چې د تخمونو د ساتنې لپاره معیاري ګدامونه، د تخم پاکولو لپاره مجهز ماشینونه او مسلکې پرسونل ولري.
وروسته د تخمونو تولیدونکو شرکتونو مسؤلینو یو لړ ستونزې د حل په موخه شریک کړل او غوښته یې کړل، چې د تخمونو د تولید په خاطر باید شرکتونو ته ځمکې په اجاره ورکړل شي، او هم د ظرفیت لوړونې او مالي برخه کې د شرکتونو سره همکاري ووشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت