د تشکیلاتي ستونزو تشخیص او حل په پار د کرنې وزارت با صلاحیته پلاوی ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۵۷
د تشکیلاتي ستونزو تشخیص او حل په پار د کرنې وزارت با صلاحیته پلاوی ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

۲۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو لوی رییس محمد عثمان ترابي په مشرۍ باصلاحیته پلاوي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې ددې ریاست د تشکیلاتي ستونزو تشخیص، حل لارو پیداکولو او نورو اړونده برخو کې د اسانتیا رامنځته کولو په پار د ننګرهار دکرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل .
ددې کتنې په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې ریاست د عشر امر مولوي سلیمان اسامه یاد پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د مشرانو راتګ، د نږدې څخه د ستونزو تشخیص او ورته د حل لارې لتول کارکوونکو ته مثبته روحیه ورکوي، او کرنې ریاست په استازولۍ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې ریاست مالي او اداري مدیر قدرت الله دولتزی د ننګرهار کرنې ریاست تشکیلاتي، اداري او امکاناتو په برخه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د بشري سرچینو رییس سره شریکه کړه.
نوموړې په تشکیل کې دمحاسبې، اداري مدیرانو او مطبوعاتو د بستونو  او دظرفیت لوړنې ورکشاپونو غوښتنه هم وکړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو رییس حاجي عثمان ترابي د ننګرهار د کرنې ریاست کارکوونکو ته د ستونزو حل ډاډ ورکړ؛ او ژمنه یي وکړه چې د ننګرهار ولایت کاري حجم او اړتیا ته په کتو ځني بستونه اضافه کړي.
نوموړې وویل په تشکیلاتو کې ستونزې موجودې وې، چې تر ډېره بریده حل شوی او په راتلونکی کې به پاتي  ستونزې هم حل شي.
دغه راز د بشري سرچینو ریاست له لورې د ننګرهار د کرنې ریاست کارکوونکو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ هم په لاره اچول شوی وو؛چې نن پاي ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت