د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، د اوبو ۴۵ زېرمې جوړوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۲
HVCDSP

۲۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۰ ام مالي کال په ترڅ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې د هېواد په نهو ولایتونو کې د اوبو ۴۵ زېرمې جوړې کړي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه«HVCDSP»، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي، ددغو زېرمو د جوړولو چارې پرمخ وړي. د یادې پروژې چارواکي وایي، چې د اوبو یادې زېرمې د غزني، پکتیا، پکتیکا، وردګ، لوګر، خوست، لغمان، کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې جوړیږي. د یادو چارواکو په خبره د هر ولایت لپاره د اوبو پنځه زېرمې په پام کې نیول شوي دي.
دغه زېرمې به هر یو یې د ۴۰۰تر ۸۰۰ متر مکعب اوبو د ساتنې وړتیا ولري. له دغو زېرمو څخه په استفادې سره د پراخو کرنیزو ځمکو د خړوبولو اوبه برابریږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت