د بوټو ساتنې او قرنطین رییس د کرنیز آفت وژونکو او کیمیاوي سرو متشبثینو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۳۵
د بوټو ساتنې او قرنطین رییس د کرنیز آفت وژونکو او کیمیاوي سرو متشبثینو سره وکتل

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست رییس عتیق الله مسلم په مشرۍ د کرنیز آفت وژونکو، کیمیاوي او عضوي سرو متشبثینو سره غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې ددې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه موخه یې د باکیفیته او غوره کرنیز آفت وژونکو او سرو واردول، د غیر معیاري او غیر مجازو توکو خرڅلاو مخنیوی او د کرنیز آفت وژونکو او سرو د قانون او اصولو مراعات کول ؤ.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست رییس عتیق الله مسلم د قانون او اصولو پر پلي کولو ټینګار وکړ.
یاده غونډه کې ددې ریاست قوانین او کړن لارې هم د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شول او ترڅنګ یې د متخصصینو له خوا د یوشمېر ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت