د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ بریالۍ بشپړتیا

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۰
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ بریالۍ بشپړتیا


۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله په امر د یو میلیارد افغانیو په تخصیص سره د بزګرانو اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لړۍ، په بریالۍ توګه بشپړه شوه. په دې لړۍ کې د بېلابېلو ولایتونو د بزګرانو اضافي غنم اخیستل شوي او په سیلوګانو او ګدامونو کې زېرمه شوي دي.  
ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» د دې لړۍ د بریالۍ بشپړتیا ستاینه وکړه او ویې ویل: «د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو بهیر سږ کال بریالی و او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.»  
د غله‌جاتو د ستراتیژیک ریاست رییس مولوي قدرت‌الله حقیقار، څرګنده کړه، چې سږ کال ۳۶ زره او ۳۰۰ متریک ټنه غنم په څلورو سیلوګانو او اته ګدامونو کې زېرمه شوي دي.  
دغه غنم د کندز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس ولایتونو څخه اخیستل شوي او زېرمه شوي دي.  
همدارنګه، د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو مرکزي کمېټې غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د وروستي راپور بشپړتیا، د غنمو د خرڅلاو میکانیزم جوړول، د بزګرانو اضافي غنمو د بډاینې طرزالعمل او شته ستونزو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.  
دا پروژه د بزګرانو د ملاتړ او د هېواد د خوراکي امنیت د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه برخه ده.

تکمیل موفقانه پروسه خریداری و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهقانان
۸ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
پروسه خریداری و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهقانان با تخصیص یک میلیارد افغانی، بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، به گونه موفقانه تکمیل گردید. در این روند، گندم مازاد دهقانان از ولایات مختلف خریداری و در سیلوها و گدام‌ها ذخیره شد.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» با قدردانی از تکمیل موفقانه این روند گفت: «پروسه خریداری و ذخیره‌سازی گندم امسال موفقانه بوده و این روند در آینده نیز ادامه خواهد داشت.»
مولوی قدرت‌الله حقیقار، رئیس استراتیژیک غله‌جات، اظهار داشت که امسال ۳۶ هزار و ۳۰۰ متریک تن گندم در چهار سیلو و هشت گدام ذخیره شده است.
این گندم‌ها از ولایات کندز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنگان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپُل، فاریاب، نیمروز و بادغیس خریداری و ذخیره شده‌اند.
همچنین، جلسه‌ای به ریاست معین مالی و اداری و اعضای کمیته مرکزی خریداری و ذخیره‌سازی گندم برگزار گردید. در این جلسه، در مورد تکمیل گزارش نهایی، تهیه میکانیزم فروش گندم، طرزالعمل غنامندی گندم مازاد دهقانان، و مشکلات موجود بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
این پروژه بخشی از تلاش‌ها برای حمایت از دهقانان و تقویت امنیت غذایی در کشور است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت