د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۵۵
نشست معین آبیاری و‌ منابع طبیعی وزارت زراعت با کارمندان اداره زراعت ولایت کنر

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ د کرنې ریاست له کارکوونکو سره په اسعد اباد ښار کې وکتل.
په دې کتنه کې د پلانونو، د پروژو د پرمختګ، د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو قاچاق د مخنیوي، د قوریو د جوړولو او د نیالګیو د تولید او د کونړ له سیند څخه د استفادې په اړه خبرې وشوې.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په دې کتنه کې وویل: «د امارت د مشرتابه او د کرنې وزارت په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د اسلامي امارت رهبري د کرنې سکټور ته ډېره پاملرنه کوي؛ ترڅو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي. په تېرو درېیو کلونو کې یو څه کړنې او فعالیتونه ترسره شوي او ډېر کار ته اړتیا ده ځکه چې په تېرو کلونو کې په دې سکټور کې د پام وړ کار نه دی شوی، نو د دې هېواد د جوړولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده. موږ د کونړ د ځنګلونو ساتنې د ځمکو خړوبولو ته ځانګړې پاملرنه کوو، ترڅو د خلکو ستونزې راکمې شي او د هېواد ملي شتمني خوندي شي. په تېرو درېیو کلونو کې مو د ځنګلونو د وهلو مخه نیولې، د خپل توان ترکچې مو ستونزو ته رسېدنه کړې، د امارت له مشرتابه سره یې هم شریکوو، د ولایتونو ستونزې راغونډوو، کومې ستونزې لرو، کوم پرمختګونه لرو او څه باید وکړو.»
ورپسې د اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ رییس مولوي معاذ الله عادل خبرې وکړې او ویې ویل، چې د سفر موخه یې په ولایتونو کې د ستونزو ارزونه وه او ټینګار یې وکړ چې دغه ارزونه د خلکو ښه خدمت او د هېواد د ودانولو په موخه ده.
د کونړ د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د کرنیزو تخمونو د وېش، د مالدارۍ او حیواني روغتیا، له کروندګرو او مالدارانو سره د مرستې، د عوایدو راټولولو او د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د سږني فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د ټرانسپورټ، سون توکو، برېښنا او د لابراټوار د تجهیزاتو د کمښت په برخه کې یې ستونزې مطرح کړل. 
په ازاد بحث کې د کرنې ریاست کارکوونکو هم خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل، چې د کرنې وزارت د مرستیال له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

نشست معین آبیاری و‌ منابع طبیعی وزارت زراعت با کارمندان اداره زراعت ولایت کنر
۱۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت کنر با کارمندان ریاست زراعت کنر در شهر اسعد آباد دیدار و نشستی را برگزار کرد.
در این نشست پیرامون پلان ها، پیشرفت پروژه‌ها، جلوگیری از قطع جنگلات و قاچاق چوب، ایجاد قوریه ها و تولید نهال، استفاده از دریای کنر صحبت گردید.
 معین آبیاری و منابع طبیعی در این نشست گفت « به نماینده گی از  رهبری امارت و وزارت زراعت به شما اطمینان می‌دهم که با توجه به امکانات موجود توجه زیادی مسوولان رهبری امارت اسلامی  به سکتور زراعت است تا افغانستان سر پای خود شود در سه سال گذشته کارهایی شده و نیاز است کارهای بیشتر شود چون در گذشته در وطن کار نشده نیاز به وقت بیشتر است تا این وطن ساخته شود، توجه خاص به حفاظت از جنگلات و آبیاری زمین‌های کنر داریم تا مشکلات مردم کم و‌‌ از سرمایه‌های بومی حفاظت شود، در سه سال گذشته از قطع جنگلات جلوگیری کردیم، تا حد توان به مشکلات رسیدگی می‌کنیم، با رهبری امارت هم شریک مکینیم، مشکلات ولایات را جمع آوری می‌کنیم، چه مشکل داریم چه پیشرفت کردیم ‌‌و چه باید بکنیم.
بعدا مولوی معاذالله عادل رییس ‌تکنالوژی‌های جدید آبیاری صحبت نموده و هدف سفر را ارزیابی مشکلات در ولایات عنوان نمود و تاکید کرد این ارزیابی برای خدمت بهتر مردم و آبادی وطن می‌باشد.
مولوی سلیمان ایمن رییس زراعت کنر در مورد فعالیت‌های امسال در قسمت توزیع تخم بذری، صحت حیوانی و مالداری، کمک‌ به دهقانان و‌ مالداران، جمع آوری عواید و‌‌ حفاظت از جنگلات سخن گفت و‌ مشکلات را در قسمت کمبود وسایل ترانسپورت، روغنیات و برق و تجهیز‌ لابرتوار مطرح ساخت.
در بحث‌ آزاد کارمندان اداره زراعت نیز سخن گفته و‌ نظریات خویش را شریک‌ نمودند که از جانب معین وزارت زراعت اطمینان لازم برایشان سپرده شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ماليې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د کورډیډ مؤسسې په مالي او د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې «آر،آر،اې،اې». . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی. . .

بازگشت