د افغانستان د کرنې مرستیال د ایران - افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړو سره په تهران کې لیدنه وکړه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۳۴
د افغانستان د کرنې مرستیال د ایران - افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړو سره په تهران کې لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدر اعظم عثماني، په تهران ښار کې د ایران - افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړو سره د لیدنې پر مهال په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.  
په دې غونډه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د کرنې سکتور د ګډې پانګونې پر فرصتونو غور وکړ. د مطرح شویو موضوعاتو څخه یې د کرنیزو محصولاتو کښت او تولید، د اوبولګولو نویو سیسټمونو پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لیږد او د کرنیزو محصولاتو پروسس یادونه کولای شو.  
همدارنګه، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو زیاتوالی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو لرې کول، هم د بحث مهمې برخې وې. مولوي عثماني د افغانستان له لوري د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پروسې د اسانتیا لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ او په دې برخه کې یې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.  
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د سوداګریزو ستونزو د حل او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ.

دیدار معین زراعت افغانستان با اعضای اتاق مشترک تجارتی ایران - افغانستان در تهران
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی صدر اعظم عثمانی، در دیداری با اعضای اتاق مشترک تجارتی ایران - افغانستان در شهر تهران، بر گسترش همکاری‌های اقتصادی و تجارتی، به‌ویژه در بخش زراعت، تأکید کرد.
در این نشست، طرفین فرصت‌های سرمایه‌گذاری مشترک در سکتور زراعت افغانستان را بررسی کردند. از جمله موضوعات مطرح‌شده می‌توان به کشت و تولید محصولات زراعتی، توسعه سیستم‌های آبیاری مدرن، انتقال تکنالوژی‌های جدید و پروسس محصولات زراعتی اشاره کرد.
همچنین، افزایش صادرات و واردات محصولات زراعتی و رفع موانع تجارتی میان دو کشور از دیگر موضوعات مورد بحث بود. مولوی عثمانی آمادگی کامل افغانستان را برای تسهیل روند صادرات محصولات زراعتی اعلام کرده و خواستار همکاری ایران در این زمینه شد.
در پایان نشست، هر دو طرف بر اهمیت تداوم گفت‌وگوها برای حل مشکلات تجارتی و تقویت روابط اقتصادی میان افغانستان و ایران تأکید کردند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۵
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د جوزجان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس په مشرۍ یو پلاوی، د عوایدو او عایداتي سرچینو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د ننګرهار اچین کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اچین ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د اچین ولسوالی د عبدالخیلو کلي له قومي مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو. . .

بازگشت