د افغانستان بانک لومړی مرستیال د کرنیزو محصولاتو نندارتون څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۱:۵۰
د افغانستان بانک لومړی مرستیال د کرنیزو محصولاتو نندارتون څخه لیدنه وکړه

۲۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان بانک لومړی مرستیال مولوی نور احمد آغا د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو له اته ویشتم نندارتون څخه لیدنه وکړه.
مولوی  نور احمد آغا د کرنیزو محصولاتو نندارتون په دویمه ورځ ددې نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازارمودنې په پار ددې نندارتون په لاره چول ګټور وبلل او ددې نندارتون د دائرولو په پار دکرنې وزارت هلې ځلې وستایل.
په همدې حال کې د مرکزي بانک لومړی مرستیال د دې لیدنې په څنډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي سره هم وکتل او پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په پار اسانتیاوې برابرولو او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان دکرنې او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په هکله د نظرونو تبادله او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دکرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه، دکرنې وزارت د بشری سرچینو رییس مولوی حمید الله ارشاد، دکرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس حافظ مولوی مفتاح الدین او د افغانستان مرکزي بانک یوشمېر چارواکو هم حضور درلود.
دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون د ۱۴۰۱ ام کال د کب له ۲۴ تر ۲۷ مې نېټې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.
ددې نندارتون موخه د کرنې او مالدارۍ محصولاتو او په ټوله کې کورنیو تولیداتو ته بازارمونده  ده.

معاون اول افغانستان بانک از نمایشگاه محصولات زراعتی بازدید کرد
۲۷ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی نوراحمد آغا معاون اول بانک مرکزی افغانستان از بیست‌و‌هشتمین نمایشگاه محصولات زراعتی که توسط وزارت زراعت در بادام باغ کابل راه اندازی شده است بازدید کرد.
مولوی نور احمد آغا در دومین روز نمایشگاه محصولات زراعتی از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی بازدید کرده و برگزاری چنین نمایشگاه ها را به منظور بازاریابی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان سودمند دانسته و از تلاش‌های وزارت زراعت در برگزاری این نمایشگاه قدردانی کرد.
در همین حال در حاشیه این بازدید معاون اول بانک مرکزی با مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت نیز دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار دو طرف در مورد فراهم سازی سهولت‌ها جهت بازاریابی محصولات زراعتی و راه‌یابی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان به بازارهای جهانی بحت و تبادل نظر کردند.
در این دیدار مولوی نصرت الله طلحه رییس عمومی تحقیقات زراعتی وزارت زراعت، مولوی حمید الله ارشاد رییس منابع بشری وزارت زراعت، حافظ مولوی مفتاح الدین متقی رییس دعوت و ارشاد وزارت زراعت و شماری از مسوولان بانک مرکزی افغانستان  نیز حضور داشتند.
بیست‌وهشتمین نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام باغ کابل از تاریخ ۲۴ الی ۲۷ حوت ۱۴۰۱ به منظور بازاریابی محصولات زراعتی و مالداری از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای برگزار شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت