د اطلاع رسونې د سروزرو کلي د کرنې وزارت ته ورسېد

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۳:۴۷
د اطلاع رسونې د سروزرو کلي د کرنې وزارت ته ورسېد
د روڼتیا څار اداره په یوڅېړنیز راپور کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون له پلي کېدو څخه ، دولتي ادارې درجه بندي کړئ، چې پر بنسټ یې د کرنې وزارت لومړی ځای خپل کړی دی.
پرله پسې جایزې تر لاسه کول، له شک پرته د مشرتابه د ملاتړ او زما د همکارانو همغږی، مسلکي توب او د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو پایله ده.
تېرکال هم د کرنې وزارت اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون له خوا د حکومت په کچه د لوړې نمرې په تر لاسه کولو سره، د یومخکښ او الګو ادارې په توګه وپېژندل شوه.
د وزارت مشرتابه او ټولو همکارانو ته ددې لاسته راوړنې مبارکي وایم.
معلوماتو ته لاس رسي د هېوادوالو حق دی او د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر ژمن دی، چې دقیق او پر وخت مالومات تر خلکو ورسوي.
په درنښت:
اکبر رستمي
د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د«ارارډي‌پي‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډدبلیوافپي». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمریت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او. . .

بازگشت