د اراضۍ لوی رییس د هلمند دکرنې او ورسره مل پلاوي سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۱:۵۰
د اراضۍ لوی رییس د هلمند دکرنې او ورسره مل پلاوي سره وکتل

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم د خپل کار په دفتر کې د هلمند دکرنې له رییس مولوي نیازمحمد وهاج او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلوموضوعاتو خبرې اترې وکړې.
 ددغه کتنې پر مهال د هلمند د ځمکو تخنیکي آمر، د اجارو او پانګونې مدیر، د اجارو او قراردادونو مدیر او د حفظیې مدیر هم شتون درلود.
په دغه کتنه کې دهلمند ولایت د کرنې رییس د اجارو د نوې کړنلارې،  په هلمند کې د امارتي ملکیتونو له مدرکه د باقیاتو د تصفیې، د امارتي ځمکو څخه د مؤثرې ګټې اخستنې، د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد او ګڼو نورو برخو کې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ځمکو لوی رییس سره شریک کړل.
د هلمند دکرنې رییس همدارنګه هلمند کې د ځمکو تخنیکي آمریت د کدستري او مساحتي نقشو، ددفتر اساسونو، د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د ځمکو لیست د مالکینو او نورو اړینو سندونو په واک کې ورکولو غوښتنه وکړه، ترڅو په یادو مواردو کې یې پرتې ستونزې حل شي.
په ورته وخت کې د راضۍ لوی رییس د هلمند دکرنې رییس د وړاندیزونو او ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، چې د اراضۍ لوی ریاست د هلمند د کرنې ریاست ټولې هغه ستونزې او غوښتنې چې په بېلابېلو برخو کې یې لري د حل په برخه کې یې هر راز همکارئ ته چمتو دی. هغه د ځمکو لوی ریاست ټولو اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د هلمند د کرنې ریاست هغه غوښتنې چې په کتبي ډول یې ددې ادارې څخه کړي دي چمتو او په واک کې ورکړي.
دغه راز د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي وروسته د ځمکو لوی ریاست اړوند د اجارې او پانګونې رییس ملا عبدالظاهر آمین او د جیودیزی، کدستر او قبالو رییس مولوي سعیدالرحمن مظهري سره جلاجلاکتنې وکړې، هغوی په خپلو برخو کې د هلمند دکرنې رییس ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د اړتیا وړ اسنادو د چمتو کولو او په واک کې ورکولو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت