د آمو سیند پر غاړه د ویجاړیو مخنیوي دکار پیل په پار د ویجاړ شویو سیمو تثبیت

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۹:۴۸
د آمو سیند پر غاړه د ویجاړیو مخنیوي دکار پیل په پار د ویجاړ شویو سیمو تثبیت

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم او سرحداتو، اقوام او قبایلو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې سره په همغږۍ د آمو سیند پر غاړه د ویجاړیو تر ارزونې وروسته تخریب شوې سیمې تثبیت کړل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري وویل. «په لومړي سر کې له هغو سیمو څخه باید کار پیل شي، چې ډېر تخریب شوي دي او یا د تخریب تر ګواښ لاندې دي؛ چاه آب، آی خانم، درقد، شېرخان بندر او شورتېپه هغه سیمې دي، چې باید په کې کار پیل شي.»
ټاکل شوې، چې د ویجاړ شویو سیمو تر مشخص کېدو وروسته د آمو سیند پر غاړه د تحکیم کارۍ چارې پیلېږي، چې په کې د استنادي دېوالونو جوړول، ګبیون کارۍ، د پلونو او د لویو او وړو کانالونو جوړول شامل دي.
په پیل کې ۷ سیمو ته لومړیتوب ورکړل شوه، چې ډېر ویجاړ دي او ویجاړتیا یې ادامه لري. دغه سیمې په څلورو ولایتونو «بلخ، تخار، کندز او جوزجان» کې دي.
هغه غونډه، چې د آموسیند د ویجاړشویو سیمو د تثبیت په پار جوړه شوې وه، په کې له بېلابېلو اداراتو څخه ګمارل شوې پلاوی او متخصصین د موضوع اړوند خپل نظرونه وړاندې کړل او پرېکړه وشوه، چې د اوبو د کچې تر لوړېدو مخکې باید کار پیل شي.

تثبیت ساحات تخریب شده جهت آغاز کار جلوگیری از تخریبات اطراف دریای آمو
۵ دلو ۱۴۰۱هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در هماهنگی با وزارت‌های انرژی و آب، معدن و پطرولیم، محیط زیست، سرحدات اقوام و قبایل پس از بررسی از تخریبات اطراف دریای آمو ساحات تحت تخریب شدید آن را تثبیت کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری گفت:« اولویت‌کاری از ساحات شروع شود که بیشترین تخریب و در حال تخریب شدن است، چاه‌آب، آی‌خانم، درقد، شیرخان بندر و شورتیپه مناطق است کار در آن باید آغاز گردد.»
قرار است پس از مشخص کردن ساحات تخریب شده  کار تحکیم کاری در اطراف دریای آمو که شامل دیوار‌های استنادی، گبیون‌کاری  و ایجاد پل‌ها و کانال‌های کوچک و بزرگ می‌شود عملا آغاز گردد.
در اولویت کاری 7 ساحه تثبیت گردید که بیشترین تخریبات را دارد و تخریبات آن ادامه دارد. این ساحات در چهار ولایت ( بلخ، تخار، کندز و جوزجان) می‌باشد.
جلسه‌ای که به منظور تخریبات ساحات دریای آمو دایر گردیده بوده هیات موظف و متخصصین از اداره‌های مختلف نظریات خویش را راجع به موضوع شریک ساخته و هماهنگ نموده اند تا  قبل از فصل خیزش آب کار آغاز گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت