دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په دننه کې پر ۳۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د چارواکو په خبره، په دغه فارم کې پر اووه ډوله نباتاتو ــ چې سابه، غلې دانې او مېوې پکې شاملې دي ــ څېړنې ترسره شوې دي او د هغو پایلې د اطمینان وړ بلل کېږي.
د مېوو او سبو متخصص محمد عارف عرفان وویل، چې په دې مرکز کې د مېوو شپږ ملي ټولګې جوړې شوې دي، چې انار، شفتالو، الو، انځر او انګور پکې شامل دي، او د هغوی حاصلات ډېر ښه ثابت شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه فارم کې پر لسګونو ډوله انارو څېړنې ترسره شوې دي او بزګرانو، بڼوالو او د کندهار پوهنتون محصلانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.
عرفان له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د دې فارم په بېلابېلو کرنیزو برخو کې پانګونه وکړي او د کندهار د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا کې ونډه واخلي.

تحقیقات موفق در فارم تحقیقاتی کوه‌کران ولایت کندهار
۱۰ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند فارم تحقیقاتی کوه‌کران این ولایت که در سال ۱۳۹۹ هـ.ش در داخل شهر کندهار و در مساحت ۳۰ جریب زمین اعمار شده است، در بخش‌های مختلف زراعتی دستاوردهای چشمگیری داشته است.
به گفته‌ی مسئولان، در این فارم روی هفت نوع نبات از جمله سبزیجات، غله‌جات و میوه‌جات تحقیق صورت گرفته و نتایج آن رضایت‌بخش بوده است.
محمد عارف عرفان، متخصص میوه‌جات و سبزیجات فارم کوه‌کران گفت که در این مرکز شش کلکسیون ملی میوه شامل انار، شفتالو، آلو، انجیر و انگور ایجاد شده و حاصل آن‌ها بسیار خوب بوده است.
او افزود که در این فارم روی ده‌ها نوع انار تحقیق انجام شده و برای دهقانان، باغداران و محصلان پوهنتون کندهار زمینه آموزش‌های عملی فراهم گردیده است.
عرفان از تاجران و سرمایه‌گذاران خواست تا در بخش‌های مختلف زراعتی این فارم سرمایه‌گذاری کنند و در توسعه فعالیت‌های زراعتی کندهار سهم بگیرند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت