دکرنې وزارت مشرتابه پلاوې رسماً معرفي شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۱۰:۱۷
هیأت رهبری وزارت زراعت رسماً معرفی شد 

۵ تله ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۰/صفرالمظفر/۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه پلاوې د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیال ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي او د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست مولوي احمدجان احمدي له له لوري رسماً د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست په توګه او دغه راز مولوي صدراعظم، مولوي فضل ربي فضلي اومولوي عطاءالله عمري د یاد وزارت د مرستیالانو په توګه ور وپېژندل شول.
یاده غونډه د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د چارو ادارې سرپرست مولوي احمدجان احمدي په دې برنامه کې پر ټول افغانستان د اسلامي امارت کنټرول یوه ځانګړې فرصت وباله او ویې ویل، چې دا یو ډېر ښه وخت او د هېواد د ابادۍ او کار لپاره غوره فرصت دی. هغه وویل، افغانستان یو کرنیز هیواد دی، چې پراخې اوبیزې سرچینې لري او د کرنې له لارې کولای شو چې خپل هېواد ځان بسیاینې ته ورسؤ.
ښاغلی احمدي زیاته کړه: «که موږ خپل حکومت په مسلکي کادرونو بنا کړو او په ټولو کاري برخو کې متخصص او له اخلاصه ډک کادرونه کار وکړي، زموږ هېواد به په ټولو برخو کې پر ځان بسیاشي. افغانان ډېر بااستعداده خلک دي، لکه څنګه چې په نړۍ کې د متجاوزینو پر وړاندې بریالي شول، که د کرنې او په نورو برخو کې له یاد استعدادونو ګټه واخیستل شي، په یادو برخو کې هم بریالی کېږي.»
په همدې حال کې د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د پالیسۍ په هکله وویل: «زموږ هېوادوال په تېرو ۲۰ کالو کې ډېرې سختۍ او ستونزې ګاللي دي، او هره ډله چې راغلې ده هر ظلم یې چې له لاسه پوره شوې دي زموږ پر هېوادوالو یې ترسره کړي دي، د دوی کورونه، جوماتونه او کروندې یې ویجاړې کړې، خو اوس موږ او تاسو باید کار وکړو او له اشغاله پاتې شوې ټپونه باید ټکور کړو.»
ښاغلی حنفي دغه راز زیاته کړه: «د اسلامي امارت مشرتابه پلاوې دنده لري، چې په بېلابېلو برخو کې کار وکړي، که هغه د صنعت برخه ده، که د سوداګرۍ او یا کرنه په ټولو برخو کې باید کار وشي، او زموږ د حکومت لومړيتوب په ټول افغانستان کې له تبعیض پرته د امنیت تامینول دي او د هر افغان عزت، آبرو، حیثیت او شتمني باید خوندي وي. دویم دا چې موږ هڅه کوو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړو، چې په دې برخه کې مو یو کمېسیون هم ګمارلی دی، ترڅو د ټولو مأمورینو معاشونه اجرا شي. په همدې توګه بله خبره د سوداګرو د ستونزو حل وو، چې د صنعت کارانو او سوداګرو سره مو څو پرله پسې غونډې درلودې او یو حل لارې ته نږدې شوې یو، چې ډېرژر به ستونزې هوارې شي.»
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او د اسلامي امارت د نظامي او رهبري شورا غړی الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کرنې وزارت د اهمیت او ددې وزارت د کاري پلانونو په هکله وویل: «یو ملت دوه شیانو ته اړتیا لري، له لوږې او ډار خلاصون، د کرنې وزارت اصلي موخه له بېوزلۍ څخه نجات او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.»
ښاغلی راشد زیاته کړه: «اوسنۍ شرایطو ته په کتو موږ ژمن یو چې له بزګرانو سره په ټولو ترویجو برخو کې کار وکړو او الحمدالله د کرنې وزارت ددې کار وړتیا لري، چې په دې لاره کی ګامونه اوچت او بزګرانو ته زمینې برابرې کړې. په مرکز او ولایتونو کې د کرنې وزارت له ټولو کارکوونکو غواړو چې په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره کار وکړي او ژمنه کوم، چې اغېزناکې او معیاري برنامې پیلوو.»
هغه دغه راز له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت برنامې له مالي اړخه تمویل کړي.
همداراز مولوي صدراعظم په دې پروګرام کې، د کرنې وزارت له کارکوونکو وغوښتل، چې په پوره اخلاص سره په دې وزارت کې کار وکړي.
په پای کې غونډه د کلام‌الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او خیر دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۵
Background image

د لغمان په الیشنګ ولسوالی کې د ځنګلونو د حاصلاتو د لس سلنه محصول د ورکړې په موخه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو آمر، مولوي ګل رسول زبیر، په مشرۍ یو پلاوي، چې د چهارمغزو، جلغوزیو او بیرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي هلمند ته د سفر پر مهال د لښکرګاه د تفصیلي پلانونو د تطبیق او د ځمکو د مدیریت چارې وارزولې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی د هلمند ولایت ته سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د تورخم په قرنطین کې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي «ام» مېوه ضبط او له منځه یوړل شوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو د خپلو قانوني او قرنطیني دندو د ترسره کولو په. . .

بازگشت