دکرنې وزارت له خوا د ځمکې دحاصل کچې زياتوالی او د اوبو مؤثره استفاده و ارزول شوه

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۷:۳۵
دکرنې وزارت له خوا د ځمکې دحاصل کچې زياتوالی او د اوبو مؤثره استفاده و ارزول شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۰
 د ځمکې دحاصل د کچې زياتوالی او د اوبو مؤثره استفادې د ارزولو په پار  دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال، د کرنې او اوبولګولو کارپوهان، د اوبولکولو د نويو ټکنالوژيو د رياست سر پرست او د خوش تپې د پروژې مسوول، د اوبولګولو او طبيعي سرچينو معينيت سلاکاران او د همکارو ادارو، رياستونو او پروژو استازو په شتون کې غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې،  تخنيکي ټيم له او بو څخه د موثرې استفادې، د ځمکې د حاصلاتو د کچې زياتوالی،  د اوبولګولو نويو لارو چارو څخه ګټه پورته کول او د نويو کرنيزو لارو چارو په هکله مالومات وړاندې کړل او په دې هکله خپل وړانديزونه وړاندې کړل.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال
حشمت‌الله غفوري تخنيکي ټيم ته سپارښتنه وکړه،  چې له سرچينې تر کروندې د اوبو مؤثرې استفادې او د ځمکې د حاصلاتو زياتوالي په پار دې يوه بشپړه طرحه چمتو کړي.
هغه زياته کړه،  چې له ځمکو د حاصلاتو دزياتوالي څرنګوالي دې هم په دې طرحه کې شامل وي او د افقي پرمختيا ترڅنګ دې د کرنيزومحصولاتو عمودي پرمختيا هم شامل وي تر څو د اوبو له هر متر مکعب څخه غوره ګټه پورته شي او له هر متر مکعب ځمکې څخه ډېر حاصل تر لاسه شي.
 په دې غونډه کې پريکړه وشوه،  چې د تخنيکي ټيم غړي دې په اړوندو برخو کې هر اړخيزه مطالعه وکړې او د مطالعاتو پايلې دې راتلونکی غونډه کې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت