دکرنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د سره صليب رييس او ځانګړی استازي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۰:۲۷
دکرنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د سره صليب رييس او ځانګړی استازي سره وکتل


۱۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ په افغانستان کې د سره صليب ځانکړی استازی ريتو سټاکر او په افغانستان کې د سره صليب سرپرست چارلوټ سره وکتل.
په دې ليدنه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري وويل:«سره صليب په افغانستان کې يو پېژندل شوی نوم دی، اوس ددې فرصت او زمينه برابره شوې ده، چې نړيوال بنسټونه او ادارې له موږ سره همکاري وکړي.»
دکرنې سرپرست وزير مولوی عطاءالله عمري زياته کړه، چې په هېواد کې په لويو پروژو او اساسي چارو کې همکاري وکړئ.
هغه دغه راز په دې ليدنه کې دکوکنارو د کرکيلې د بندېدو خبره وکړه او له مرستندويو بنسټونو وغوښتل، چې د بديل کښت د ترويج په برخه کې له بزګرانو سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د سره صليب ځانګړی استازی ريټو سټاکر له شته وضعيت او امنيت څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل:«د حکومت په بدلون سره سره صليب اړ دی، چې خپلو برنامو ته تغيير ورکړي، له ډېر پخوا را په دېخوا موږ په مختلفو حکومتونو کې په بېلابېلو شرايطو سره کار کړی دی،له معلولينو، ټپيانو او اوس له بزګرانو سره کار کوو چې په يوشمېر ولايتونو کې د کرکيلې په پار له يوشمېر بزګرانو سره د نغدو پيسو د وېش له لارې مرستې کوو.»
د سره صليب ځانګړی استازی د خپلو پروکرامونو په پلي کولو کې پر روڼتيا ټينګار وکړ او د سره صليب موخې يې د اړتياوو پربنسټ وبلل او زياته يې کړه: «
د افغانستان اقتصاد د ده پر توليد او کارګر څرخي او موږ په نړۍ کې ستاسو د غږ انعکاس کوونکی يو».
د سره صليب نړيواله ټوله غير دولتي او بشر پاله ټولنه ده، چې مرکزي دفتر يې د سويس په ژنو ښار کې ده.
ياده اداره په پيل کې، د جنګي ټپيانو د مراقبت په برخه کې فعاليت درلود، خو وروسته نورو برخو کې هم فعاليت پيل کړ. 
نږدې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د سره صليب شعبې شتون لري، چې د جګړې او سولې پر وخت فعاليت کوی.


سرپرست وزارت زراعت با نماینده ویژه و رییس صلیب سرخ در افغانستان دیدار کرد
۱۲ میزان ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ریتو ستاکر نمایده ویژه صلیب سرخ برای افغانستان و چارلوت سرپرست ریاست صلیب سرخ در افغانستان دیدار نمود.
مولوی عطاالله عمری سرپرست وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار گفت:«صلیب سرخ نام آشنا در افغانستان است، حالا فرصت و زمینه آن مهیا شده تا نهادها و سازمان‌های بین‌المللی با ما همکاری کنند.»
مولوی عطاالله عمری افزوده است که سلیب سرخ و سایر نهادها باید در پروژه‌های بزرگ و کارهای اساسی در کشور همکاری نماید.
وی در این دیدار از منع کشت کوکنار یاد کرده و از نهادهای مدد رسان خواسته است تا در ترویج بدیل آن دهاقین را همکاری نماید.
ریتو ستاکر نماینده ویژه صلیب سرخ برای افغانستان از وضعیت موجود و امنیت ابراز خرسندی نموده گفت:« با تغییر حکومت صلیب سرخ نیازمند به تغیر برنامه‌های خود است، ما در حکومت‌های مختلف تحت شرایط مختلف کار نموده‌ایم از دیر زمانی به این طرف، با معلولین کار می‌کنیم، با زخمیان و حالا با دهاقین که در بعضی ولایات پول نقد برای دهاقین برای زمینه‌سازی کشت زراعت توزیع نموده ایم.»
نماینده ویِژه سلیب سرخ بر شفافیت در تطبیق برنامه‌های خود تاکید کرده و اهداف صلیب سرخ را مطابق ضرورت حاد دانسته و افزود«اقتصاد افغانستان به تولید و کارگر آن می‌چرخد و ما انعکاس دهنده صدای شما در جهان استیم».
کمیته بین‌المللی صلیب سرخ سازمانی غیردولتی و بشردوستانه است که مقر اصلی آن در شهر ژنو سوئیس است. این سازمان در ابتدا فقط در حوزه‌ی مراقبت از سربازان زخمی جنگ فعالیت می‌نمود، اما بعدها در سایر زمینه‌ها نیز وارد شد. تقریباً در همه کشورهای جهان، شعبه‌هایی از صلیب سرخ وجود دارد که در طول جنگ و صلح فعالیت می‌کنند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۲۰
Background image

ننګرهار ولایت کې ١٨٠٠ کورنیو ته د کورنیو باغچو لپاره دسبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۹
Background image

د بلخ په نهرشاهي کې څه باندې ۱۷ زره جریبه استرداد شوې ځمکه د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست ته ولېږدول شوه

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالی اړوند د یو شمېر ښارګوټو څه باندې ۱۷ زره جریبه ځمکه، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د پکتیکا په جاني‌خېل کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې په‌پار د ۱۰۰ متري ګبین دېوال د جوړولو چارې روانې دي

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېل ولسوالی اړوند د چامړي کلي کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د اوبو د بهېدنې د کنټرول او د طبیعي زیانونو د مخنیوي په. . .

بازگشت