دکرنې مرستیال وزیر مولوی باز محمد فیضان: د ځنګلونو د ساتنې او د شاتو مچیو روزنې د پیاوړتیا لپاره به د بېرو ځنګلونو ته پراختیا ورکړل شي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۵
دکرنې مرستیال وزیر مولوی باز محمد فیضان: د ځنګلونو د ساتنې او د شاتو مچیو روزنې د پیاوړتیا لپاره به د بېرو ځنګلونو ته پراختیا ورکړل شي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د ځنګلونو د وضعیت د ارزونې او د شاتو مچیو روزونکو د ستونزو د حل په موخه به د بېرو مصنوعي ځنګلونو ته پراختیا ورکول کېږي، څو د شاتو مچیو روزنې ته لا ښه زمینه برابره شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په داسې حال کې، چې د ځنګلاتو رییس مولوي میرویس ذاکري یې ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د کوزکونړ ولسوالی کې د کرل شویو بېرو له مصنوعي ځنګل څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.
د دې سفر پر مهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ولایت د ځنګلونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ځنګلونو اوسنی وضعیت، شته ستونزې، اړتیاوې، وړاندیزونه او لاسته راوړنې یې له مرستیال وزیر سره شریکې کړې.
مولوي بازمحمد فیضان وویل، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هوډ لري، څو د ځنګلونو د پراختیا تر څنګ د شاتو مچیو روزونکو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي، او د همدې موخې لپاره به د بېرو مصنوعي ځنګلونو ته پراختیا ورکړل شي، تر څو د شاتو د تولید لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.
نوموړي همدارنګه د ننګرهار د کرنې رییس ته سپارښتنه وکړه، چې د بېرو د ځنګلونو لپاره مناسبې سیمې په نښه کړي، د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی وکړي او د بیا رغونې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په ننګرهار کې پر ۶۶ هکتاره ځمکه د بېرو مصنوعي ځنګلونه جوړ شوي او د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي، څو هم د قدرتي شنو سرچینو ساتنه وشي او هم د شاتو د تولید کچه لوړه شي.


معین وزارت زراعت مولوی باز محمد فیضان: برای حفاظت از جنگل‌ها و تقویت پرورش زنبور عسل، جنگل‌های بیره گسترش می‌یابد
۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی باز محمد فیضان، در جریان سفرش به ننگرهار گفت که به‌منظور ارزیابی وضعیت جنگل‌ها و حل مشکلات پرورش‌دهندگان زنبور عسل، جنگل‌های مصنوعی بیره گسترش داده خواهد شد تا زمینه بهتر برای پرورش زنبور عسل فراهم گردد.
مولوی باز محمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در حالی‌که مولوی میرویس ذاکری رئیس جنگلات او را همراهی می‌کرد، به ولایت ننگرهار سفر نمود و از جنگل مصنوعی بیره که در ولسوالی کوزکنر کشت شده است، از نزدیک دیدن به عمل آورد.
در جریان این سفر، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، مولوی محمد ولی محسن، معلومات همه‌جانبه‌ای در مورد جنگل‌های این ولایت ارائه کرد و وضعیت کنونی جنگل‌ها، مشکلات موجود، نیازمندی‌ها، پیشنهادها و دستاوردها را با معین وزارت شریک ساخت.
مولوی باز محمد فیضان اظهار داشت که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مصمم است تا در کنار گسترش جنگل‌ها، به مشکلات پرورش‌دهندگان زنبور عسل نیز رسیدگی کند و به همین منظور، جنگل‌های مصنوعی بیره توسعه داده خواهد شد تا محیط مناسب برای تولید عسل فراهم شود.
وی همچنان به رئیس زراعت ننگرهار هدایت داد تا ساحات مناسب برای جنگل‌های بیره را مشخص نماید، از قطع جنگل‌ها جلوگیری کند و به روند بازسازی آن‌ها توجه جدی صورت گیرد.
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، در حال حاضر در این ولایت بر ۶۶ هکتار زمین جنگل‌های مصنوعی بیره ایجاد شده و تلاش‌ها برای گسترش بیشتر آن ادامه دارد تا هم از منابع طبیعی سبز حفاظت شود و هم سطح تولید عسل افزایش یابد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت