دکرنې او مالدارۍ مرستیال د UNAMA د جنډر له مسوولینو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۰:۴۴
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د UNAMA د جنډر له مسوولینو سره وکتل


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د «UNAMA» ادارې د جنډر برخې ستر افسر نونو هیمو، د جندر د برخې افسر لیزا ریفکا او د جنډر د برخې کارکوونکی جورج اردونګو سره وکتل.
مولوی صدر اعظم په دې کتنه کې وویل: «ملګري ملتونه او یونما باید له انصاف څخه کار واخلي، کوم حقونه چې لوی خدای (ج) مېرمنو ته ورکړي دي اسلامي امارت ورته ژمن دی، موږ سږکال نږدې دوه میلیونه افغانۍ د کورنیو اقتصاد ته ځاکړې کړې ده، د مېرمنو او کورنیو د ودې په پار مو حرفوي روزنیزې برنامې په لاره اچولي دي.»
مولوی صدر اعظم زیاته کړه: «سږني پسرلني نندارتون کې د مېرمنو د لاسي صنایعو او تولیداتو غرفې نندارې ته وړاندې کېږي، دغه راز د پورونو صندوق یا «ADF» هم متشبثو بزګرانو ته اسلامي پورونه وړاندې کوي.»
په دې لیدنه کې دغه راز د یونما چارواکو وویل، چې موږ باید مېرمنو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړو، اسانتیاوې او امکانات برابره او مېرمنو ته د روزنې، تولید او د مارکېټ ته د محصولاتو د وړاندې کولو اسانتیاوې برابرې کړو، دا چې څنګه باید مېرمنې کار وکړې او د انجوګانو ملاتړ ترلاسه کړي باید یوه کړن لاره ولرو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) یو سیاسي ائتلاف دی، چې په ۲۰۰۲ ام کال کې د افغانستان په غوښتنه د امنیت شورا له خوا جوړه شوې ده. ددې ټولګې موخه د افغانستان دولت او خلکو لپاره مرستې رسول او د تل پاتې سولې تثبیت دی.

معین زراعت و مالداری با مسوولان جندر UNAMA دیدار کرد

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با  نونو هیمو افسر ارشد بخش جندر، لیزا ریفکا افیسر بخش جندر و جورج اردونگو کارمند بخش جندر یونما دیدار و گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« ملل متحد و یونما باید از انصاف کار بگیرد، حقوق را که خداوند برای زنان داده است امارت اسلامی به آن متعهد است، امسال نزدیک به دومیلیون افغانی را برای اقتصاد خانواده‌ها تخصیص داده ایم، برای رشد زنان و خانواده‌ها آموزش‌های حرفوی را راه اندازی کرده ایم.»
مولوی صدراعظم علاوه کرد: در نمایشگاه بهاری سال جدید غرفه‌های صنایع دستی و تولیدات زنان به نمایش گذاشته می‌شود، هم‌چنان صندق قرضه‌دهی یا "ADF" نیز برای دهاقین متشبث عرضه خدمات قرضه‌دهی اسلامی را ارایه می‌کند.
مسوولان یونما در این دیدار گفته اند، ما باید زمینه کار و آموزش فنی و حرفوی برای زنان را مهیا، امکانات را فراهم و زمینه تولید، آموزش و ارایه محصولات زنان به مارکیت ایجاد نماییم، این که چگونه زنان کار نمایند و حمایت انجوها را داشته باشند راه‌کاری داشته باشیم.
UNAMA  هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان مجموعه از ائتلاف سیاسی است که در سال 2002 میلادی از طرف شورای امنیت به درخواست افغانستان شکل گرفت. هدف این مجموعه کمک به دولت و مردم افغانستان و برای تثبیت صلح پایدار است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۷
Background image

کندهار کې د صنعتي پارک د جوړولو په پار ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

بازگشت