دکرنې او مالدارۍ مرستیال د بلخ والي سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۲۱:۱
دیدار معین زراعت و مالداری با والی بلخ


۱۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت والي محمد یوسف وفا سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د بزګرانو د ستونزو، د دوی پر وړاندې ننګوونو او حل لارو خبرې اترې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ددې لیدنې په ترڅ کې بلخ ولایت ته دخپل سفر موخه دبلخ والي ته بیان کړل او د بلخ ولایت له والي څخه یې وغوښتل، چې د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو او ننګونو هوارولو په پار دې د بلخ کرنې ریاست کارکوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د بلخ والي محمد یوسف وفا د بلخ په ولایت کې دکرنې وزارت د فعالیتونو هرکلۍ او قدرداني وکړه او دکرنې سکټور چارواکو سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.
د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د بلخ دکرنې رییس مولوی شمس الله خالد او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت ددې لیدنه  په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ملتیا کوله.

 

دیدار معین زراعت و مالداری با والی بلخ 
۱۹ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت بلخ با محمد یوسف وفا والی ولایت بلخ دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف در مورد چالش‌ها و مشکلات دهقان و راه حل های آن با هم گفتگو کردند.
مولوی صدر اعظم عثمانی  معین زراعت و مالداری در جریان این دیدار هدف سفر ش را با والی ولایت بلخ بیان کرده و از والی ولایت بلخ خواست تا سهولت‌های لازم را برای کارمندان ریاست زراعت بلخ جهت حل مشکلات دهقانان و مالدارن فراهم سازند.
در عین حال محمد یوسف وفا والی بلخ از فعالیت‌های وزارت زراعت در بلخ قدردانی کرده و اطمینان هرنوع همکاری را با مسوولان سکتور زراعت در بلخ سپرد.
در جریان این دیدار  معین زراعت و مالداری را مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس  عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی شمس الدین خالد رئیس زراعت  بلخ و  مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت