دهلمند مارجې کې لسګونو بزګرو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۲۸
دهلمند مارجې کې لسګونو بزګرو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې ،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ډاکار مؤسسې په مالي همکارئ ٩٠ تنو بزګرو سره د ٥ قلمه توکو مرسته وشوه. 
د یادو توکو په ترکیب کې هربزګر ته یوه پایه ددوا شیندلو پمپ ماشین، یوه پایه د کفتې ماشین، یو عدد تیشه، یو عدد منګال او د روبو ساتلو دوه عدده بوتلونه شامل دي.
د نوموړو بزګرو د انتخاب سروې مخکې د ګډې کمیټې لخوا ترسره شوې ده، چې وروسته ورته یاد توکي ووېشل شول.
دیادولو وړ ده، چې یادو بزګرو سره تر دې وړاندې هم د بېلابېلو سبو تخمونو مرسته ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ په ټوله کې دکرنې میکانیزه کولو ته زمینې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت