خوست کې پر څه باندې ۲۸۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۱
خوست کې پر څه باندې ۲۸۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شول

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالۍ پر۲۸۲ګټه اخیستونکو د کورنیو باغچو اړوند پنځه ډوله توکي او کرنیز تخمونه وېشلي دي.
د کورنیو باغچو اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې مېرمنو او بېوزله بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

بازگشت