خوست کې د وریجو اړتیا معلومولو لپاره د شولو ۱۴۷ نمونې واخیستل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۳:۹
خوست کې د وریجو اړتیا معلومولو لپاره د شولو ۱۴۷ نمونې واخیستل شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د احصایې ملي ادارې او کرنې وزارت د خوست ولایت اوو ولسوالیو کې د شولو د نمونو سروې بشپړه کړه. 
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي شیر محمد ذبیح د دې سروې ترسره کول اړین وبلل. هغه یادونه وکړه چې د کرنیزو چارو آمریت په چوکاټ کې د یاد ولایت اوو ولسوالیو اړوند (۴۹) کلیو کې (۱۴۷) د شولو نمونې واخیستل شوې. په دې سروې کې د خوست د کرنې ریاست مسلکي کارمندانو هر کلي کې درې ـ درې نمونې د شولو حاصل معلومولو لپاره اخیستي دي.
د احصایې ملي ادارې څخه راغلي متخصص غلام محمد دا پروسه مثبته وارزوله او ویې ویل، چې په یادو ولسوالیو کې د نمونو اخیستلو پروسه بشپړه شوې. هغه زیاته کړه چې د نمونو وزن، لندبل اندازې او رطوبت معلومولو چارې دوام لري. 
غلام محمد یادونه وکړه، چې د دې سروې موخه د وریجو داخلي تولیداتو اندازه معلومول دي، ترڅو روښانه شي چې څومره تولید لرو او څومره اړتیا لرو، تر څو د اړتیا پر بنسټ د وریجو واردات ترسره شي.رکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت