خوست کې د همکارو برنامو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۷
خوست کې د همکارو برنامو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له استازو سره د غوره همغږۍ او پروژو د ښه پلي کولو په موخه غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د یادو مؤسسو چارواکو  د خوست دکرنې ریاست چارواکو ته د خپلو مؤسسو د کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د پروژو په پلي کولو کې د خوست دکرنې ریاست د لازیاتو همکاریو غوښتونکي شول.
په همدې حال کې د خوست دکرنې ریاست د یادو مؤسسو چارواکو ته د هرراز همکاریو د ډاډ ترڅنګ وویل، چې ټولې پروژې باید د خوست دکرنې ریاست سره په همغږۍ پلي شي. 
په دې غونډه کې دغه راز د پروژو په پلي کولو کې پر روڼتیا او د اړتیا وړ پروژو پر پلي کولو هم ټینګا وشو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۸:۲۰
Background image

د لغمان علیشنګ کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې


٢١ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
٣٠ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۷:۵۹
Background image

د کندز دکرنې رییس د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د کندز په ولایت کې د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د لاس په لاس مؤسسې د ۱۴۰۳ لمریز کال د پلان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د پکتیا دکرنې رییس د ژغورنې نړۍوالې کمېټې چارواکو سره وکتل

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د خپل کار په دفتر کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې له چارواکو سره په کتنه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په ياده ناسته کې په. . .

بازگشت