خوست کې د همکارو برنامو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

mail-admin
Wed, Feb 01 2023 2:37 PM
خوست کې د همکارو برنامو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له استازو سره د غوره همغږۍ او پروژو د ښه پلي کولو په موخه غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د یادو مؤسسو چارواکو  د خوست دکرنې ریاست چارواکو ته د خپلو مؤسسو د کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د پروژو په پلي کولو کې د خوست دکرنې ریاست د لازیاتو همکاریو غوښتونکي شول.
په همدې حال کې د خوست دکرنې ریاست د یادو مؤسسو چارواکو ته د هرراز همکاریو د ډاډ ترڅنګ وویل، چې ټولې پروژې باید د خوست دکرنې ریاست سره په همغږۍ پلي شي. 
په دې غونډه کې دغه راز د پروژو په پلي کولو کې پر روڼتیا او د اړتیا وړ پروژو پر پلي کولو هم ټینګا وشو.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS