خوست کې د طبیعي سرچینو مدیریت په پار پروژې پلي شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۳:۱
خوست کې د طبیعي سرچینو مدیریت په پار پروژې پلي شوي

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سویس پراختیایي ادارې «اس،ډي،سي» په همکارۍ ددې ولایت د صبریو ولسوالی کې د طبیعي سرچینو مدیریت په پار یوشمېر پروژي پلي او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
  د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو پلي شویو پروژو کې د واټرشیډ په سیمه کې د باران او واورې د اوبو زېرمه کولو په پار ۱۴ زره او ۱۱۹ متر مکعب ترینچونه کېندل شوي، دغه راز په دې سیمه کې د چهارمغزو نږدې څلور زره نیالګي کېښودل شوي او ترڅنګ یې د واټرشید په سیمه کې د رشقې ۲۰۴ کیلوګرامه تخمونه هم کرل شوي دي. ددې ترڅنګ د وچو نیالګیو پرځای د بادامو ۲۳۸۵ دانې نیالګي کرل شوي او دغه راز د واټرشید مدیریت په برخه کې ۲۵۰ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړتیالوړونې روزنیز پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
د یادو چارو ترڅنګ د غیرماهرو کاریګرو لپاره د کار اړونده توکي، چې په کې کلنګ، بیلچې، ښاخۍ، متر، روغتیایي کېټ او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
ددغو پروژو د پلي کولو په ترڅ کې ۱۱۰ ماهرو او ۷۳۵۸ غیر ماهرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه ددې ولایت د طبیعي سرچینو خوندیتوب او پراختیا او په ټوله کې خلکو ته د کار زمینه برابرول ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت