خوست کې بزګرانو ته د شولو او جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په پار توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۵۸
خوست کې بزګرانو ته د شولو او جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په پار توکي ووېشل شول

 ۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د ۳۱۴ زره او ۵۵۰ افغانیو په ارزښت د شولو او جوارو ننداریزو کروندو جوړولو توکي  پر ۶۰ تنو مستحقو بزګرانو ووېشل شول.
ددې مرستې په ترڅ کې ۳۰ بزګرانو ته د شولو او ۳۰ نورو ته د جوارو ننداریزو کروندو اړوند توکي ورکړل شول. دغه ننداریزې کروندې د خوست مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.
د وېش پروګرام پر مهال د کرنې ریاست مرستیال او د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب بزګرانو ته ګټورې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. همدارنګه د ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري د ننداریزو کروندو اقتصادي او کرنیز ارزښت تشریح کړ. وروسته د ترویج عمومي مدیر عبدالسلام همتیار د وېشل شوو توکو په اړه وضاحت وړاندې کړ، او د پلان او برنامو عمومي مدیر اجمل قاسمي د ننداریزو کروندو د جوړولو اړوند مهم ټکي له بزګرانو سره شریک کړل.
د خوست دکرنې ریاست رهبري ژمنه وکړه، چې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره به ورته پروګرامونه په مرکز او ولسوالیو کې لا پیاوړي او عملي کوي.


توزیع مواد برای ایجاد کشت‌زارهای نمایشی شالی و جواری به دهقانان خوست
۱۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست از بودجه انکشافی وزارت زراعت، مواد مورد نیاز برای ایجاد کشت‌زارهای نمایشی شالی و جواری به ارزش ۳۱۴ هزار و ۵۵۰ افغانی را به ۶۰ دهقان مستحق توزیع کرد.
در این کمک، برای ۳۰ دهقان وسایل مربوط به کشت‌زارهای نمایشی شالی و برای ۳۰ دهقان دیگر وسایل کشت‌زارهای نمایشی جواری داده شد. این کشت‌زارهای نمایشی در مرکز و ولسوالی‌های خوست ایجاد می‌شوند.
در جریان برنامه توزیع، مولوی اسلم‌خان منیب معاون ریاست زراعت و آمر امور زراعتی، توصیه‌ها و رهنمودهای سودمندی را به دهقانان ارائه کرد. همچنان بهیرگل صابری مشاور و متخصص ریاست، ارزش اقتصادی و زراعتی این کشت‌زارهای نمایشی را تشریح نمود. پس از آن، عبدالسلام همتیار مدیر عمومی ترویج، درباره مواد توزیع‌شده وضاحت داد و اجمل قاسمی مدیر عمومی پلان و برنامه‌ها نکات مهم مرتبط به ایجاد کشت‌زارهای نمایشی را با دهقانان شریک ساخت.
رهبری ریاست زراعت خوست تعهد کرد که برای حمایت از دهقانان و رشد امور زراعتی، برنامه‌های مشابه را در مرکز و ولسوالی‌ها تقویت و عملی خواهد ساخت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۱۹
Background image

د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځاځي میدان ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴
Background image

د میدان وردګو چک ولسوالی کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار ددې ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۸
Background image

د خوست په موسا‌خېلو ولسوالی کې ۵۰ بزګرانو ته د املوکو بڼونو د جوړولو لپاره نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست په چوکاټ کې د موسا‌خېلو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت. . .

بازگشت